FAQ

څنګه کتابونه ډاونلوډ کولای شم؟
که تاسو غواړئ تر 50 پورې کتابونه ډاونلوډ کړئ، مهرباني وکړئ زموږ د ډیفالټ وېب-ډاونلوډېر وکاروئ. د کتابونو د ډله ییز ډاونلوډ د پاره تاسې باید په همدېه پاڼه کښې د FTP لاسرسي غوښتنه وکړئ.
زه د Z-Library موجود لینک چیرې موندلای شم؟
د Z-Access برخه کښې موږ د کتابتون سره د وصل کېدلو ټول آپشېنونه راټول کړي دي: زموږ لینکونه، د ډیسټاپ او د Android اپلیکیشنونه، د ټیلیګرام بوټ، نور ګټور لینکونه او نور ډیر څه. کتابتون ته د لاسرسي له لاسه ورکولو څخه مخنیوي لپاره، موږ د دې برخې کارولو وړاندیز کوو.
زه په ZLibrary کښې ځانګړی کتاب نشم موندلای. ایا زه کولی شم له تاسو څخه وغواړم چې دا کتاب اضافه وکړئ؟
هو، تاسو د کتابونو غوښتنې د آپشېن په کارولو سره د ځانګړي کتاب غوښتنه کولای شئ. د کتاب درخواست دا تضمین نه کوي چې کتاب به سمدستي اضافه شي، مګر دا به د ټولنې سره مرسته وکړي چې ډیری غوښتل شوي کتابونه ګړندي آپنلوډ وشي. په یاد ولرئ چې دا آپشېن یوازې د ISBN لرونکو کتابونو لپاره ممکن دئ. د ISBN پرته کتابونه د Z-Alerts آپشېن په کارولو سره تعقیب کیدای شي.
ایا زه کولای شم کتابونه مستقیم زما Kindle وسیلې ته ولیږم؟
هو تاسې کولای شئ! تر څو چې د Kindle ته د لیږل آپشېن تنظیم وکړئ، دا لارښوونه تعقیب وکړئ.
زه نشم کولای کوم کتاب ډاونلوډ کړم! د سیسټم په وینا، زما IP-پته لا دمخه د ورځني ډاونلوډ محدودیت ته رسیدلی دی.
موږ د دې مسئلې څخه د مخنیوي لپاره د آکاونټ د جوړولو او سیستم ته د ننه وتلو نصیحت کوو. که تاسو لاګ ان نه یاست، د ډاونلوډ حد ستاسو د وسیلې د IP-آدرس پراساس محاسبه کیږي. معمولا پراویدران د څو وسیلو لپاره IP-آدرس شریکوي، په دې حالت کښې د ډاونلوډ حد هم د دې وسیلو ترمینځ ویشل کیږي.
زه د تېلېګرام بوټ له لارې څومره کتابونه ډاونلوډ کولای شم؟
زموږ د بوټ په کارولو سره ، تاسې کولای شئ د سایټ د خپل ورځني محدودیت سربیره نور کتابونه ډاونلوډ کړئ. د مثال په توګه ، که ستاسو ورځنی محدودیت 10 ډاونلوډونه وي او تاسو دمخه یې کارولی وي ، نو تاسې کولای شئ د بوټ له لارې اضافي 10 کتابونه ډاونلوډ کړئ (په ورځ کښې ټول 20 ډاونلوډونه). یا همداراز تاسې کولای شئ دا 20 کتابونه مستقیم له بوټ څخه ډاونلوډ کړئ.
ما د Amazon.com د تحفې کارت په استفادې سره اعانه وکړه، مګر زما حالت پریمیم ته نه دی پورته شوی.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د حالت پورته کېدل د هغې شیبې نه چې تاسې اعانه وکړئ د 15 دقیقو پورې وخت ونیسي. که ستاسو حالت په 15 دقیقو کې نه وي پورته شوی، نو مهرباني وکړئ موږ ته [email protected] ای میل آدرس ته بریښنالیک واستوئ او د امکان په صورت کې ستاسو د رسید سکرین شاټ ضمیمه کړئ.
ایا زه د PayPal په کارولو سره اعانه کولای شم؟
له بده مرغه، موږ نشو کولی د PayPal له لارې اعانې ومنو. مهرباني وکړئ د available payment methods آشنا وشئ.
د خوښې او د کتاب انتخابونو ترمنځ څه توپیر دی؟
د کتابونو انتخابونه - د کتابونو موضوعي کالکسیون دی چې تاسو کولی شئ له ټولنې سره شریک کړئ. خوښې ستاسو د کتابونو شخصي لیست دی چې تاسو د خوښې په توګه په نښه کړی دی.
ما د کتاب په تشریح کښې یو غلط وموند. ایا زه کولای شم د کتاب غلطی معلومات سم کړم؟
تاسې کولای شئ د اصلاح وړاندیز وکړئ (آپشېن د کتاب په پاڼه کښې دی او د راجستر شویو استعمالوونکو په اختیار کښې ده) او د اعتدال نه وروسته د کتاب په اړه معلومات به تازه شي.
څنګه کولای شم چی د LIT او FB2 فایلونه پرانیزم؟
مونږ د آپلیکیشن Calibre د کارولو وړاندیز کوو، کوم چې تاسو ته اجازه درکړي چې دا فایلونه پرانیزئ او نورو فارمیټونو ته یې بدل کړئ.
زه څنګه کولی شم د DJVU فایلونه پرانیزم؟
د DJVU فایلونه د WinDjView، DjVuLibre، DjView، او MacDjView (ستاسو په عامل سیسټم پورې اړه لري) سره پرانستل کیدای شي.د دې سریېره، تاسې کولای شئ دا فایلونه د آنلاین کنورټر په کارولو سره PDF ته واړوئ.
زه د یوې تعلیمي ادارې کارکوونکی یم او غواړم له ZLibrary سره همکاري وکړم.
مونږ د تعلیمي ادارو لپاره لا زیاته ډاونلوډونه وړاندي کوو! د خپل هویت د تایید لپاره، مهرباني وکړئ مونږ ته د خپل آی دي کارټ عکس، او همدارنګه د IP-پتې لیست راولیږئ چې ستاسو اغداره کاروي.
ما د سایټ په ژباړه کې غلطي وموندله، چیرته باید راپور ورکړم؟
موږ ته د غلط په اړه د راپور ورکولو لپاره ، غلط متن روښانه کړئ او Ctrl + Enter فشار ورکړئ. په هغه کړکۍ کښې به چې ښکاره شی صحیح ژباړه ولیکئ.
زه د اعانې کولو پرته څنګه کولای شم زما د ډاونلوډ محدودیت زیات کړم؟
خورا فعال کارونکي فرصت لري چې د ډاونلوډ محدودیت سره د وړیا پریمیم حالت ترلاسه کړي. د نورو معلوماتو لپاره، وګورئ Top Z-Librarians
زما انټي ویروس په هغه فایل کې ویروس موندلی چې ما ډاونلوډ کړی دی!
شاید دا یو غلط دی. موږ سپارښتنه کوو چې د Virus Total آنلاین خدمت په کارولو سره فایل بیا چیک کړئ، کوم چې به فایل له 20 څخه ډیر انټي ویروس پلیټ فارمونو کې سکین کړي.
زه د کتابونو په ډاونلوډ کولو کې ستونزه لرم، او دا ستونزه پورته بیان شوې نه ده.
که تاسې کومه پوښتنه لرئ مهرباني وکړئ [email protected] سره اړیکه ونیسئ. مهرباني وکړئ یو سکرین شاټ ضمیمه کړئ او د ستونزې په اړه مفصل معلومات تهیه کړئ ، دا به مونږ سره ستاسو د وضعیت په ګړندي حل کې مرسته وکړي.